د پاكستان د تاريخ تر ټولو لوي احساس انډرګرېجوېټ سكالرشپ پروګرام به ﴿نن﴾ پېل كېږي، د پروګرام له مخې 50 فيصده سكالرشپ جينكو زده كوونكو لپاره دے

image

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د 24 اربه روپو په لګښت سره هر كال 50 زره زده كوونكو ته د سكالر شپ وركولو د پاكستان د تاريخ تر ټولو لوي احساس انډرګرېجوېټ سكالرشپ پروګرام به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ پېل كېږي، د پروګرام له مخې 50 فيصده سكالرشپ جينكو زده كوونكو لپاره دے. د دې پروګرام له مخې اېچ اي سي سره په الحاق لرونكو 119 سركاري پوهنتونونو كښې په انډرګرېجوېټ پروګرامونو كښې زده كړې كوونكي هغه ټول زده كوونكي چې د كورنۍ امدن ئې د مياشتې د 45 زره روپې نه كم وي، دې پروګرام لپاره د خواست كولو اهل دي. په ټول هېواد، ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې به د زده كوونكو د ټاكنې عمل د مارچ تر 31مه نېټه كال 2020 ترسره شي. وزيراعظم عمران خان د نومبر په 4مه نېټه كال 2019م كښې د دې پروګرام پرانسته كړې وه. د پروګرام له مخې په راتلونكو 4 كلونو كښې به 2 لكه انډرګرېجوېټ ته د ضرورت او مېرټ په بنياد سكالرشپ وركولې شي. د پروګرام له مخې 50 فيصده سكالرشپ جينكو زده كوونكو لپاره دے.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں