د وزيراعظم عمران خان د كرونا ريليف ټائيګر فورس رضا كارو ته وېنا

image
APP41-04 ISLAMABAD: May 04 - Prime Minister Imran Khan addressing the volunteers of COVID-19 Relief Tiger Force. APP

اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ځينې شرطونو سره به په لاك ډاٶن كښې پرله پسې نرمي كولې شي ٬ اولس د كرونا نه هم بچ كول دي او د بې روزګارۍ او لوږې نه هم ٬ په دې سخت وخت كښې د رضا كار ټائيګر فورس كردار مركزي حېثيت لري٬ دا فورس د پي اېس او پيز عملي كولو٬ په اولس كښې خبرتيا او شعور بېدارولو او د حكومتي پاليسو په نفاذ كښې به د ضلعي انتطاميې معاونت كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د كرونا ريليف ټائيګر فورس رضا كارو ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم مرستيال عثمان ډار٬ د صحت مرستيال ډاكتر ظفر مرزا او نور هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د كرونا ټائيګر فورس جوړولو پرېكړه ما كړې ځكه چې زمونږ په وړاندې يو لوے چينلج پروت دے۔ ده ووئيل نړۍ وباء سره مخ ده چې په سوب ئې ګرده نړۍ داسې اقدامات كوي كوم چې په تېرو سلو كالو كښې نه دې شوي٬ د دې وباء د خپرېدو مخ نيوي لپاره لاك ډاٶن كول وو٬ چې په سوب ئې په عامو وګړو آثرات مرتب شوي او دې سره ديهاړې مار او د تنخا دارو پشمول په لوي شمېر خلق ځپلې شوي۔ ده ووئيل زمونږ هېواد كوم چې د وړاندې نه ستونزو سره مخ ٶ په ھغې سبب دا مسئله نوره هم سنګينه ده ۔ده ووئېل شته مند هېوادونه هم دا مهال ستونزو سره مخ دي٬ په برتانيه كښې وزيراعظم رضا كارو ته غږ كړے او دوه نيم لكه خلقو د وزيراعظم په اپيل ځان رجسټرډ كړے۔ ده ووئيل قام ته په سخت وخت كښې د داسې خلقو ضرورت وي كوم چې د انتظاميې او اولس مرسته وكړې شي ځكه چې انتظاميه په دومره كچه عمله نه لري چې په جوماتونو كښې اېس او پيز ٬ د خوراك د وېش پشمول په حكومتي اقداماتو او پاليسو عملدرآمد ټول كار پخپله وكړې شي ٬ ځكه مونږ د رضا كار ټائيګر فورس ضرورت محسوس كړو۔ده ووئېل دا فورس به په سخت وخت كښې جهاد كوي۔ وزيراعطم ووئيل كله چې د شوكت خانم روغتون لپاره پېسو راجمع كولو لپاره راوتلم نو يو لوے هدف راته مخې ته ٶ او نه پوهېدم چې دا پېسې به څنګه راغونډوم ٬ نو بيا ما ته چا مشوره راكړه چې د سكول ماشومان په دې كار كښې شامل كړې او دغسې ما بيا عمران ټائيګر فورس جور كړو او د سكول ماشومانو د لارې مې كمپائن چلولو او دومره پېسه مې راغونډه كړه چې په روغتون جوړولو كښې كامياب شوم چرته چې د 75 فيصده رنځورانو وېړيا درملنه كېږي او د كېنسر درملنه ډېره ګرانه هم ده۔ده ووئېل اوس هم يو سخت وخت دے د كوم مخ نيوي لپاره چې مونږ دا رضا كار فورس جوړ كړے۔ ده ووئيل لاك ډاٶن به په ورو ورو پرانيځو٬ اندېښنه ده چې خلق په دومره اندازه راجمع نه شي چې وائرس بيا په تندۍ سره خپور شي او د دې په نتيجه كښې چرتا بيا لاك ډاٶن پلو لاړ نشوو٬ هم دغې لپاره مونږ رضا كار فورس جوړ كړے ۔ده ووئېل رضا كار فورس به په جوماتونو٬ بازارونو ٬ كارخانو او د كاروبار په ځايونو كښې سماجي فاصله او نور احتياطي تدبيرونه عملي كولو له معاونت وكړي ځكه چې مونږ له خپل اولس د كرونا وائرس نه هم بچ كول دي او د لوږې او بې روزګارۍ نه هم ۔ده ووئېل مونږ له توازن قائمول دي او په دې لړ كښې به دا فورس زمونږ معاونت كوي٬ دا فورس به په رضاكارانه توګه كار كوي دوي ته به پېسې نه وركړے كېږي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل په يونين كونسل كښې به د رضا كارو ډېسك جوړولې شي چرته چې به د بې روزګارو رجسټرېشن كولې شي ځكه چې ټول بې روزګاره خپل فارم نشي لېكلې ٬ دغسېد جانچ پړتال نه پس د دوې نغده مرسته كولې شي۔ ده ووئيل رضاكار فورس چې كوم ځاے ذخيره كول ويني نو ضلعي انتظاميه به پرې خبروي٬ خپله به كاروائي نه كوي٬ ضلعي انتظاميه به ضروري كاروائي كوي۔ وزيراعظم ووئيل ټائيګر فورس به په يوټېلټي سټورز كښې مانيټرنګ او چېكنګ هم كوي چې له مخې به ئئ د خوراك څښاك څېزونه ترلاسه كېدل باوري كړې شي او داسې اونه شي چې د ماضي غوندې ترې نور څوك ګټه پورته كوي۔ وزيراعظم په ټائيګر فورس كښې د رجسټرډ شوو رضا كارو مننه كولو سره ووئيل ستاسو د ټولو حاجت به د لاك ډاٶن پرانستلو په وخت وي ځكه چې د كومو شرائطو له مخې به لاك ډاٶن پرانستلې كېږي په ھغې به عمل درآمد باوري كولې شي۔ وزيراعظم ضلعي انتظاميې ته هم امر وكړو چې ھغوي د ټائيګر فورس ځوانانو د معاونت نه ګټه پورته كړي او دا فورس ځان سره كړي او دوي نه په ښه ډول كار واخلۍ۔ په دې موقع د ځوانانو چارو په اړه د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار٬ د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او د يوټېليټي سټورز كارپورېشن چيئرمېن ذوالقرنېن علي خان وزيراعظم تر اوسه د شوو اقداماتو نه خبر كړو

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں