اسلام آباد 07 اپریل (اے پی پی) سید فخر امام د وفاقی وزیر په حيث سوګند پورته كړې۔اولس مشر ډاكټرعارف علوی د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې يوه دستوره كښې د هغه څخه سوګند واخست۔ سید فخرامام به د غذائی تحفظ او تحقیق وفاقی وزیر چوكۍ سنبھالوي۔ سید فخرامام سینئر سیاستمدار او پرمختګ خوښې زمېندار دے او د كر كيلې په اړه پراخه تجربه لري۔ سید فخرامام د قامی اسمبلۍ سپیكر هم پاتې شوې۔ دې څخه وړاندې هغه دوه ځل د وفاقی وزیر په حیثیت خدمات ترسره كړې دي