اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د نوكنډي جامع مسجد پېش امام مولانا محمد عالم په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي د مولانا محمد عالم په مړينه راته خفګان شوې۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د غمرازي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد ته لوړې درجې ٬ د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل مولانا محمد عالم يو ښكلے انسان وو۔ دين لپاره د دوئي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ مولانا محمد عالم ټول ژوند نېكۍ خپرولو كښې تېر كړو۔ دا خبره دې ياده وي چې مولانا محمد عالم د اوږدې ناروغۍ نه وروستو كراچۍ كښې په حق ورسېد