د وفاقي وزير سيد فخر امام په مشرې كښې غونډې د غنمو اغستو

image

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د نېشنل فوډ سكيورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير سيد فخر امام وئيلي دي په سركاري كچه د غنمو لويه ذخيره موجود ده، د غمنو د اغستو 79.23 فيصده هدف سر كړے شوے. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د وېډيو لنك د لارې د غنمو د نظرثانې شوې كمېټې د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د غنمو اغستو، د بېعې رجحان، سټاك او په هېواد كښې د غمنو د وركړې باوري كولو انتظاماتو په اړه د بېلا بېلو چارو جاج واخستلې شو. په څلورو واړو صوبو كښې د غمنو د پېداوار اندازه 25.457 مليونه ټن ده چې پكښې په پنجاب كښې 19.402 مليونه ټن، په سندھ كښې 3.852 مليونه ټن، په خېبر پښتونخوا كښې 1.220 مليونه ټن او په بلوچستان كښې 0.983 مليونه ټنه مقرر ده او د كېري فارورډ سټاك اضافه 0.605 مليوټه ټن هم شامل ده. د غمنو ټول شتون په قومي كچه 26.062 مليوټه ټنه دے۔

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں