وزيراعظم عمران خان د كفايت شعارې يو بل لوظ پوره كړو، د وزيراعظم عمران خان د دفتر په اخراجاتو كښې كمې ، په بېل كړې شوي فنډ كښې بچت او د كلنو اخراجاتو كمې د دې ثبوت دے. ډاكټر شهباز ګل

image

اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د كفايت شعارې يو بل لوظ پوره كړو، پخوانو واكمنو سركاري پېسه په درېغه الوزولو سره كرپټ عناصرو د جمهوريت په نوم لوټل كړي دي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې ده ووئيل چې د غريب اولس درد لرونكي وزيراعظم په اخراجاتو كښۍ كمې كړې، په بېل كړي شوي فنډ كښې ئې بچت كړے، د وزيراعظم د دفتر په اخراجاتو كښې 32 فيصده كمې شوے. د وزيراعظم د سياسي چارو سلاكار په خپل ټويټ كښې د پخوانو واكمنو لخوا د شويو اخراجاتو او د اوسني وزيراعظم عمران خان لخوا د شويو اخراجاتو شمېرې هم په دې خپل پېغام كښې شريكې كړې دي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د كفايت شعارې يو بل لوظ پوره كړو، د وزيراعظم عمران خان د دفتر په اخراجاتو كښې كمې ، په بېل كړې شوي فنډ كښې بچت او د كلنو اخراجاتو كمې د دې ثبوت دے.

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں