د چمن كوئټې په سړك به سږ كال كار پېل شي، د كوهاټ ډي آئي خان سړك لپاره 9 اربه روپې جاري كړې شوي، د ژوب كچلاك سړك ګوادر ته رسوو، په جي ټي روډ لوي ښارونه به موټروے سره تړلے شي

image

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د اېم اېل ون پروژې منظوري اېكنك يوه اونۍ وړاندې وركړې ، دا د كراچې نه تر پېښور منصوبه ده ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي دا پروژه به تورخم ته رسوو. د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د اعتراض په نكته محسن داوړ ووئيل د اېم اېل ون منظوري تر تورخم پولې وه خو اوس تر پېښور محدود كولې شي، حكومت دې وضاحت وكړي. وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل د دې پروژې يوه اونۍ وړاندې اېكنك منظوري وركړې، كه دا پروژه د دې نه وړاندې په خيالونو كښې وه، نو مونږ ئې علم نه لرو. د دير چترال لويې لارې منظوري مونږ وركړې، په دې به د مارچ څخه كار پېل شي. ده ووئېل د حېدر آباد كراچې موټروے معياري نه ده، سندھ ته به وړومبې موټروے عمران خان وركوي. ده ووئيل د سي پېك په لوېديز روټ كښې به پاتې سيمې شاملې كړو. وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل د چمن كوئټه په سړك به سږ كال كار پېل شي، د كوهاټ ډي آئي خان سړك لپاره 9 اربه روپې جاري كړې شوي۔ده ووئېل د ژوب كچلاك سړك ګوادر ته رسوو، په جي ټي روډ لوي ښارونه به موټروے سره تړلے شي.

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں