اسلام آباد ۔ 16 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاٶسنګ ٬ تعميرات او د پرمختګ په اړه د قامي رابطه كمېټۍ دويمه غونډه د زيارت په ورځ شوېس ده ۔ دا خبره د وزيراعظم آفس لخوا په جاري بيان كښې شوې ۔ په غونډه كښې كښې تعميراتي څانګې لپاره په دې وروستيو كښې د اعلان كړي مراعاتي پېكج د پېشرفت جاج اخستلے شوے۔ وزيراعظم عمران خان د هاٶسنګ٬ تعميرات او پرمختګ لپاره قامي رابطه كمېټي جوړه كړې وه چې وړومبنۍ غونډه كښې ئې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د جولائي په 10مه نيټه شوې وه ٬ د كمېټۍ جوړولو مقصد د تعميراتي څانګې په اړه قوانين آسانول او د قرض وركولو عمل كښې آسانۍ راپېدا كولو لپاره خپل كردار لوبول دي۔ دا كمېټي به بېنكونو سره په ګډه د هاٶس بلډنګ فناس په اړه خنډان لرې كولو كښې خپل كردار لوبوي۔