اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیرسېنېټر شبلی فراز وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كابینې د غونډې په پيل غړو وزیراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړي څنګه چې هغه د ښه قیادت د لارې د هيواد په ستونزو او بحرانونو قابو موندلے اود كوویډ 19 مخنيوي كښې د وزیراعظم په قیادت كښې پاكستان د تقلید وړ كردار ترسره كړے او په ملګرو ملتونو كښې ئې په مړانه د كشمير مسئله پورته كړې، كابینې په غونډه كښې د برېښنا تقسیم كوونكو كمپنیو د بورډ آف ډائریكټرز د تنظیم نو منظوری وركړې، د ځينو كمپنیو د بورډ آف ډائریكټرز بدلولو منظوری هم وركړې شوي د كومو تفصیل به چې ډير زر جاري كړے شي، د پنشن او حج فنډ جوړولو هم پريكړه شوې ، وفاقی كابینې د پی ټی وی ملازمانو لپاره د لازمی سروسز ایكټ 1953ء د نفاذ منظوری هم وركړې ، د نواز شریف په دور كښې د اهلیت او قابلیت معیار يواځې درباري جوړيدل وؤ، د نواز شریف قابلیت په پارلمان كښې دروغ وئيل او اولس په تيارو كښې ساتل وؤ، هيواد لپاره هر يو ښه خبر د اپوزیشن لپاره خراب خبر وي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د كابینې غونډې نه پس ميډيا ته بریفنګ په مهال وكړه۔ ده ووئيل د كابینې د غړو د اړخه په پيرزوئنې وړاندې كولو وزير اعظم ووئيل كله چې زمونږ زړونه د غريبانانو سره درزيږي او نيت صاف وي نو لوي څښتن مرسته كوي۔ كابینې په غوڼده كښې په ایجنډا آئټمز خبره كولو سره د قانون وزير د مختلف بورډز آف ډائریكټرز كښې د پارلماني غړو ركنیت په اړھ په ابهام رڼا واچوله او پريكړه وشوه چې د كوم هم بورډ څخه مالي ګټه ترلاسه كيږي نو پارلماني غړي د هغې برخه نه شي جوړيدے، ۔ده ووئېل د برېښنا تقسیم كوونكو كمپنیو د بورډ غړو بدلولو منظوري وركړې شوي۔ په راروانو يو څو ورځو كښې د غړو فهرست هم جاري كړےشي۔ پنشن فنډ تفصیلات هم د بورډ غونډې ته وړاندې ګړې شول او غوندې ته ووئيل شول چې د كلن پنشن په لړ كښې 470 اربه روپۍ ورګړے كيږي دغسې 500 اربه روپۍ تنخا جوړيږي، تنخا او پنشن برابر شوي او دا معامله د ګرځنده قرض څخه هم زياته سنجیدہ معامله ده۔ ده ووئېل تنخاګانې او پنشن د يو كھرب څخه زيات دي ، دغسې په صوبو كښې هم داسې حالات دي۔ د پوهنتونونو د پنشن فنډ تنخاګانو څخه زيات دے چرته چې زياتې ستونزې رامخې ته كيږي او تير وخت كښې حكومتونو د سیاسی ګټو په خاطر مشكل پريكړې نه دي كړي چې له امله ئې ادارې دیوالیه كيدو ته نزدې دي۔ وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم سپارښتنه كړې چې دې لپاره دې د نړۍ څخه ښه كنسلټنټ هائر كړے شي خو دا مسئله دې په منظم ډول او منصوبه بندۍ سره حل كړے شي۔ وزیراعظم د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پنشن مسئله به نيغ په نيغه حل كولې شي ځكه چې هيواد د دې متحمل كيدے نه شي۔ كابینې په ځائې توګه د جوړيدونكو این 95 ماسك او آلاتو برآمد منظوری هم وركړې ۔ د اطلاعات وزير ووئيل د سائنس او ټیكنالوجی وفاقی وزیر ته پيرزوئنې وړاندې كوم د چا په هڅو چې نه يواځې زمونږ د صحت څانګه د آلات په اړه خود كفیله كيږي بلكه برآمد كول هم پيل كوي۔ دا د سائنس اینډ ټیكنالوجی وزارت يوه مهمه كاميابي ده۔ وفاقی وزیر ووئيل نور ایجنډا آئټمز كښې د كوئټه ۔ سریاب روډ اربن انفراسټركچر تعمیر، د كراچۍ سكیورټی پیپر لمیټډ د بورډز آف ډائریكټرز د مشرانو موده كښې د 6 مياشتو پراختيا منظوری هم ورګړې شوې۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ مخنيوي ایكټ ترمخه د ځينې شقونو اختیارات صوبو ته منتقل كولو هم منظوری وركړې شوه او د آئل اینډ ګیس فنډ جوړولو اصولی منظوری وركړې شوې ۔ ده ووئيل د كابینې په غوڼده كښې چې وزیراعظم د كوم څيز په اړه زيات فكر مند ؤ هغه د اوړو او چينو د بيعې مسئله وه كومې لپاره چې په اونۍ كښې د كمېتۍ غونډې كيږي او د بحث نه پس د بيعو جاج اخستلے كيږي۔ په غونډه كښې د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر حماد اظهر او خوراك صوبائی وزیر عبدالعلیم خان د شوګر ملز ایسوسی ایشن او ډسټری بیوشن نمائندګانو سره د خبرو په اړه تفصیلات څخه هم غونډه خبر كړه۔ په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د چینو په بيعه د درآمد د لارې قابو كيدے شي۔ 7 ستمبر څخه به د چینو درآمدج پيل شي او نومبر كښې د كرشنګ سیزن پيل كيدو سره به صورتحال كښې ښه والے راشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان مسلم لیگ (ن) نمائندګانو ته ښه معلومه ه چې د نواز شریف په دور كښې د اهلیت او قابلیت معیار يواځې درباري جوړيدل وؤ، د نواز شریف قابلیت په پارلمان كښې دروغ وئيل او اولس په تيارو كښې ساتل وؤ، هيواد لپاره هر يو ښه خبر د اپوزیشن لپاره خراب خبر وي،دا د نواز شریف اهلیت ؤ چې د صحت باوجود هغه بهر تللے ، دا د هغه اهلیت ؤ چې هغه خپلې اثاثې بهر جوړې كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د لازمی خذمات ایكټ سمری مارچ 2020ء كښې د كورنيو چارو وزارت ته وړاندې شوي وه، د بيلو پړاؤنو څخه د تيريدو سره دغه سمری كابینې ته وړاندې شوې او د حساسیت تر نظره ساتلو سره وفاقی كابینې د پی ټی وی ملازمانو لپاره د لازمی سروسز ایكټ 1953ء نفاذ منظوری وركړې ده