اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د شموليت كلتور مستحكمولو سره معاشي ٬ سماجي او تزويراتي چېنلجونه كمولو له كاميابي ترلاسه شوې ده۔ مذاكراتو او ورورولۍ ته د ودې سره ټولنه پياوړې كېدې شي۔ مونږ ته د سولييزو مذاكراتو د لارې د ستونزو حل روايستل ښودلې شوي۔ زده كوؤنكي د سباؤن معماران دي۔ پېغام پاكستان به نه يوازې هېواد سره مينې ته وده وركړي بلكې پاكستان كښې به د ستونزو او شخړو په سولييز ډول هوارولو له هم مرسته ترلاسه شي۔ ده د شورؤ په ورځ نړيوال اسلامي پوهنتون كښې كنفرنس ته خطاب كولو۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم سوري ٬ د نړيوال اسلامي پوهنتون رېكټر پروفېسر ډاكټر معصوم ياسين زئۍ او د اېچ اي سي او پوهنتون نور چارواكي هم موجود وو۔ د كنفرنس په مهال د پېغام پاكستان او سسټېنېبل سوشل ډوپلمنټ ( اېس اېس ډی او) ترمينځھ د تفاهم يادښت (اېم او يو) هم لاس ليك شو۔ وفاقی وزیر د كنفرنس د منتظمينو مننه كولو سره ووئيل د “تحقیق کے لئے پاکستان میں پرامن معاشرے کے چیلجنز اور مواقع” په سرخط كنفرنس كول خوشبينه دي۔ ده په دې موقع پوهنتون ته د پېغام پاكستان په ګام پورته كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل په پېغام پاكستان دستاوېز د نړۍ د اسلامي هېوادونو د 5 زره علماﺀ كرامو لاس ليكونه موجود دي۔ ده ووئيل موجوده حكومت به د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د علماﺀ كرامو په مرسته كاميابۍ سره ټولنه كښې امن او همغږۍ له د خبرو اترو او د همكارانو شموليت د لارې چارو كښې ښه والي رامخې كړي۔ ده ووئيل زه په دې خبره خوشحاله شوې يم چې شراكتداران د ځان سره د روانولو كلتور ته په وده وركولو كښې مونږ د معاشي ٬ سماجي او تزويراتي چېنلجونو كمولو كښې كامياب شوي يو ۔ وفاقی وزیر ووئيل د ستونزو هوارولو له پوهنتونونو كښې څېړنه ضروري ده۔ ده ووئيل زمونږ هېواد پاكستان د يوې نظريې له مخې وجود ته راغلے او له دې كبله په روانه وضعه قابو موندلو له به د تاريخ مطالعه كول وي۔ طالبعلمان چې تر كومې د ټولو حالاتو نه په صححيح توګه خبر نه وي د ستونزو هوارے ممكن نه دے