د سي پېك په راتلونكي پړاٶ كښې به كركيلې او سائنس و ټېكنالوجې ته پام كولې شي

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د سي پېك په سفر كښې به مونږ مخ په وړاندې ځو، په صنعتي مرسته كښې به اضافه وشي، د سي پېك په راتلونكي پړاٶ كښې به كركيلې او سائنس و ټېكنالوجې ته بشپړه توګه پام لرنه كولې شي . د زيارت په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د كركيلې او سائنس و ټېكنالوجې په څانګو كښې د سي پېك فريم ورك له مخې نوې شريكې وركنګ ډلې جوړې كړې شوي. د ګوادر انفراسټركچر په پرمختګ كښې هم مهم پېشرفت شوے كوم چې د سي پېك په پرمختګ كښې مركزي حيثيت لري. ده ووئيل د سي پېك له مخې د جنورې په مياشت كښې د فېصل آباد د اقتصادي زون د بنياد تيګه كېښودلې شوې وه، د دهابيجي سندھ او د رشكئي خېبر پښتونخوا اقتصادي زون جوړولو په لړ كښې مهم پرمختګ شوے

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں