د اسلام آباد په لوك ورثه كملېكس كښې د كال 2020م لوك مېله روانه ده، د خېبر پښتونخوا په پوېلين كښې د سېلګرو ګڼه ګوڼه

image
APP34-09 ISLAMABAD: November 09 – Artisans displaying their hand-made decorative stuffs at a stall during Folk Festival of Pakistan ‘LOK MELA’ at Lok Virsa Shakarparian. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د اسلام آباد په لوك ورثه كملېكس كښې د كال 2020م لوك مېله روانه ده. د كال 2020م 10 ورځنې لوك مېله د نومبر په 6مه نېټه پېل شوې. په لوك مېله كښې د هېواد د څلورو واړو صوبو خېبر پښتونخوا، پنجاب، سندھ او بلوچستان پشمول د ګلګت بلتستان او د آزاد جمو كشمير پوېلين جوړ كړې شوي. د هرې يوې سيمې په پوېلين كښې بېلا بېل سټالونه لګولې شوي چې پكښې د پاكستان د كلتور په اړه څيزونه او خوراكونه په مناسب بېعه ترلاسه كېږي. په مېله كښې د خېبر پښتونخوا پوېلين يو ځانله ښائسته منظر وړاندې كوي. د پوېلين لار د باب خېبر څخه تېرېږي او چې كله څوك پوېلين ته دننه لاړ شي نو داسې ښكاري لكه چې څوك خېبر پښتونخوا ته راغلے وي او خپل ځان په پښتون كلتور كښې محسوسوي. په پوېلين كښې د بېلا بېلو څيزونو او خوراكونو سټالونه لګولې شوي ، د خوراك په سټالونو كښې د پېښور چپلي كباب، كابلي پلاٶ، د تنور ډوډې، باربي كيو، امرسې، جلېبۍ او قهوه شامله ده چرته چې د خلقو ګنه ګوڼه تر نظره كېږي. په نورو سټالونو كښې د چارسدې د څپلو سټال، د هزاره د پهول كارې، په لرګو د ګلكارې، د كهدر كار، د سوات د وړۍ شالونو، د كاپر او براس د لوښو او د پخوانو كالو پترو سټالونه شامل دي. په لوك مېله كښې د خېبر پښتونخوا په پوېلين كښې د موسيقې اهمتام هم شوے چرته چې خلق د اولسي موسيقې څخه خوند اخلي او هنرمندان د شائقينو څخه داد ترلاسه كوي. د يادونې وړ ده دا مېله به د نومبر تر 15مه نېټه روانه وي، په لوك مېله كښې د كورونا په اېس او پيز په سختې سره عمل درامد كولے شي او ماسك اچول لازمي ګرځولے شوي.

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں