د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد د آر اي اے پي استازو سره وليدل

image

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی)د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي د رائس ايكپورټرز اېسوسي اېشن آف پاكستان(آر اي اے پي )استازو سره ګټور ملاقات شوے چې پكښې د هند لخوا په اروپائي ائتلاف كښې د باسمتي وريژو په حقله د جيوګرافيكل انډيكسېشن د ادعا كولو په درخواست د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نهې پھ ورځ په خپل ټوېټ كښې عبدالرزاق داؤد ووئيل د هند لخوا د باسمتي وريژو په اړه ادعا حكومت په سنجيدګۍ سره اخستې٬مونږ د ښه وسائلو په حثله د چارو جاج اخلو۔ده ووئيل آنټيلكچوئل پراپرټيز آرګنائزېشن(آئي پي او) د هند د ادعا مخالفت كړے٬ټولو شراكتدارو سره به مشوره كولې شي دغسې چې د وړاندې لائحه عمل لپاره حكمت عملي جوړه كړی شي۔

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں