پاكستان ریلوے ته تير كال 4 اربه 93 كروړه 80 لكھ روپۍ اضافی آمدن شوې، 24 نوې ټرينونه چلولې شوي د پارلماني چارو وفاقی وزیر سناتور اعظم سواتی سېنېټ ته ځواب

image

سلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) سېنېټ ته وئيلي شوې چې پاكستان ریلویز 24 نوې ټرينونه چلولې دي دغسې تير مالی كال په مهال 4 اربه 93 كروړه 80 لكھ روپۍ اضافی آمدن شوې دې۔ د جمعې پھ ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د پارلماني چارو وفاقي وزير سناتور اعظم سواتی د سناتورې سسی پلیجو، سناتور عتیق شیخ د پوښتنو په ځواب ووئيل د پاكستان ریلویز 3.330 اربه روپۍ اضافی خرڅونو سره خپله خساره 32.769 اربه روپۍ كمه كړې، دې نه علاوه پاكستان ریلویز موجود رولنګ سټاك او بشري وسائلو سره 24 نوې ټرینونه چلولې دي۔ ټرین ټریكنګ سسټم او ای اېف آئی لوكو موټوز معارفي كولو سره د ایندھن استعمال كښې 2 زره ملیونه لیټره كمې راغلې دې۔

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں