د پاك بحريه جهاز د براعظم افريقې په بېلا بېلو هېوادونو كښې د خېرسګالې د جذبې غوره څرګندونه كولو سره كېنيا ته ورسېدو

image

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د پاك بحريه جهاز د براعظم افريقې په بېلا بېلو هېوادونو كښې د خېرسګالې د جذبې غوره څرګندونه كولو سره كېنيا ته ورسېدو. د كېنيا ممباسا بندر ته په رسېدو كوربه بحريه د پاك بحريه د معان او اصلت جهاز تود هركلې وكړو. د پاك بحريه لخوا جاري شوي بيان له مخې پاك بحريه په كېنيا كښې مېډيكل كېمپ ولګولو او د زرګونو په شمېر خلقو ته ئې د معالجې اسانيې وركړې. د پاك بحريه وياند له مخې مشن كمانډر د كېنيا د نيوي كمانډر ان چيف پشمول اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه وكړل او ورسره ئې په دوه اړخيزه مرسته خبرې وكړې.

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں