اسلام آباد 02 اپریل (اے پی پی) پاكستان كښې د كرونا وائرس 252 نوې كيسونه رامخې ته شوي۔د زيارت په ورځ كمانډ اینډ كنټرول سینټر جاری كړې تازه شميرې له مخې هيواد كښې د كرونا وائرس 252 نوې كيسونه رامخې ته شوي دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال 5 كسان مړه شوي۔ پاكستان كښې د كرونا وائرس له امله ځپلې شوي 107 رنځوران ښه كيدو نه پس كورونو ته رخصت كړې شوي۔ ټول هيواد كښې په مجموعی توګه د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوي كسانو شميره 2291 ته رسيدلې ۔ د شميرې له مخې اسلام آباد كښې 62، سندھ كښې د كرونا وائرس كیسونو شميره 743، پنجاب كښې 845، كے پی كے كښې 276، بلوچستان كښې 169، ګلګت بلستان كښې 187 او آزاد كشمیر كښې 9 كسان ځپلې شوي۔ د شميرې له مخې هيواد كښې د كرونا وائرس له امله د مړو كسانو شميره 31 ته رسيدلې۔دا مهال هيواد كښې د 9 رنځورانو حالت اندېښمن دے