اسلام آباد ۔ 7 مارچ (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند په هندي بندرځائې پاكستان ته د راتلونكو سمندري بېړۍ په تحويل كښې د اخستل كېدو نوټس اخستو سره وئيلي دي په سمندري جهاز كارخانو كښې بھټيو لپاره كارېدونكې سامان دے۔ د سامان پوځ لپاره د كارول كېدو په اړه هندي ادعا بې بنسټه ده۔ د خالي په ورځ وياند ووئيل چې جهاز ران كمپنۍ د سمندري جهاز معاملې په اړه پاكستان سره تماس نيولې دې۔ په سمندري جهاز كارخانو كښې بھټيو لپاره كارول كېدونكې سامان دے او ټولو اړوند دستاوېزاتو كښې د سامان مكمل تفصيل موجود دے۔ د وياند وېنا ده چې په جهاز بار كړې شوې سامان په نړيوال اېكسپورټ لسټ كښې شامل نه دے۔ د هندي دعوې په ضد سامان سره اړوند كوم څيز پټ كړې شوې نه دې۔ وياند د سامان پوځي مقصدونو له د كارول كېدو په اړه هندي ادعا بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي چې داسې څو بھټۍ د پاكستان په شمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې كارولې شي۔