د ډاکټرعبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټي (اي سي سي) د وفاقي حكومت د صحت عامه كاركنانو ته د رسك الاٶنس ٬ د يو مياشت برابر تنخا وركولو لپاره د 480.556 مېليونه روپو منظورۍ پشمول د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو لپاره د يو شمېر تكنكي ضمني ګرانټس منظوري وركړې ده، کامياب جوان پروګرام په کليدي شرطونو كښې د بدلون كولو منظوري هم وركړې شوې، اوس به د دې پروګرام له مخې د يو لك نه تر لس لكه روپو ٬ د لس لكه روپو نه تر يو كروړ روپو او د يو كروړ روپو څخه تر دوه نيم كروړه روپو قرض وركړے كېدے شي، په غٶنډه كښې ټو او تهري وهيلر او هېوي كمرشل ګاډو لپاره د الېكټرك وهيكل پاليسۍ منظوري هم وركړې شوه۔ د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټرعبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غٶنده كښې د خارجه وزارت په تجويز بهر هېوادونو لپاره د پاكستان مشنز چلولو لپاره د 3485 مېليونه روپو تكنكي ضمني ګرانټ منظوري وركړې شوه، د قانون او انصاف وزارت په تجويز بېلا بېلو ادارو او تنظيمونو لپاره كلن ممبر شپ فيس له د 5.47 مېليونه روپو د ضمني ګرانټ منظوري وركړې شوې ،دغسې نېب لخوا د پنجاب حكومت ته د واجباتو ادا كولو په مد كښې د 250 مېليونه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ٫ د داخله وزارت په تجويز امن مشنز لپاره د 1681.51 مېليونه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ ، د نجکاري کميشن بېلا بېلو منصوبو لپاره د 18.33 مېليونه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ ٫ اميونزائزيشن پروګرام پراختيا لپاره د قامي صحت وزارت خدماتو په تجويز د 7.248 مېليونه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري وركړې شوې۔

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں