د تېرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا د لاسه نور 148 كسان په حق ورسېدل ، این سی او سی

image

اسلام آباد ۔ 25 جون (اے پی پی) د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر د زيارت ورځې جاري كړو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا د لاسه نور 148 كسان په حق رسېدلي ۔ تر دې دمه د كورونا 81 زره 307 رنځوران روغ شوي ۔ آزاد جموں وکشمیر او ګلګت بلتستان كښې د كورونا كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ دا مهال د كورونا 571 رنځوران په وېنټي لېټر دي۔ ګرد هېواد كښې د كورونا رنځورانو له 1542 وېنټی لېټر مخصوص كړې شوي ۔ هېواد كښې د كورونا اېكټيو كېسونو مجموعي شمېره يو لك 7760 ده۔ تر دې دمه په مجموعي توګه يو لك 92 زره 970 كېسونه رامخې ته شوي كومو كښې چې د پنجاب 71 زره 191، سندھ 74070، آزاد جموں کشمیر 930، بلوچستان 9817، ګلګت بلتستان 1365 او د خېبر پختونخوا 111710کېسونه شامل دي۔ د كورونا د لاسه 9303 كسان په حق رسېدلي۔ سندھ كښې تر دې دمه د كورونا وائرس د لاسه 1161، پنجاب كښې 1602، خیبر پختونخوا كښې 869، اسلام آباد كښې 115، بلوچستان كښې 108، ګلګت بلتستان كښې 23 او آزاد جموں وکشمیر كښې 25 كسان مړه شوي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال 21 زره 835 او په مجموعي توګه تر دې دمه 11 لکه 71 زره 976 ټېسټونه وكړې شول۔ د هېواد په 769 روغتونونو كښې دا مهال د كورونا 5895 رنځوران درملنو ته پراته دي

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں