د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په مشرۍ كښې په كووېډ 19 د پارلماني كمېټۍ سب كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په مشرۍ كښې په كووېډ 19 د پارلماني كمېټۍ د سب كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ وشوه۔ د كمېټۍ کنوینئر د کووېډ 19 په ضد په اولني صف كښې د خذمات ترسره كوؤنكو ډاكټرانو او پېرا مېډېكس مننه وكړه۔ د روغتيا وزارت ډي جي د کوویډ19 وبا سره د اړوندې تيارۍ او د وبا مخ نيوي له د پورته كړے شوو ګامونو په اړه ووئيل۔ د کمېټۍ کنوینئر هدایت كړے چې د کووېډ 19 نه خپرېدو او د دې په صورتحال پوهېدو له دې د ځپلو رنځورانو د عمر او د نورو رنځونو پروفائل جوړ كړے شي۔ كمېټۍ د دې لوظ پخلے هم وكړو چې د کووېډ19 ټېسټ بيعه كښې كمي كولو لپاره دې هڅې وكړې شي دغسې چې د زيات نه زيات كسان ټېسټ وكړي۔ کمېټۍ وزارت ته هدايت وكړو چې د فيسونو په اړه د عامو وګړو ګيلې بايد لرې كړې شي او د شخصي روغتونونو د حد نه زياتې معاوضې كمولو لپاره دې يوه تګلاره وضعه كړې شي۔ سب كمېټۍ په دې خبره اتفاق وكړو چې د کووېډ 19 په اړه د پارلماني كمېټۍ راروانه غونډه به راروانو 15 ورځو كښې رابللې شي او ټول اړوند وزارتونه او ډويژنز ته دې هدايت وشي چې هغوي د وړاندې نه د ښودلے شوو سفارشاتو تفصيلي ځواب سره غونډې ته راشي۔ غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو خواجه محمد آصف ٬ شاهده اختر علي ٬ علي محمد خان او د روغتيا پارلماني سېكترې ډاكټر نوشين حامد ګډون كولو۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں