د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د امريكې لخوا د فوجدارې د نړيوال عدالت په اهلكارو په بندېزونو لګولو اندېښنه وښودله

image

ملګري ملتونه 14 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د امريكې لخوا د فوجدارې د نړيوال عدالت په هغو اهلكارو په بندېزونو لګولو اندېښنه ښودلې كوم چې په افغانستان كښې د امريكائي پوځ د ممكنه جرائمو تفتيش كوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي كمشنر وياند روپرټ كو لولې د يو بريفنګ په مهال ووئيل چې د فوجدارې نړيوال عدالت ته دې د كومې مداخلې نه بغېر په آزادې سره د كار كولو اجازه وركړې شي. د دې څخه يوه ورځ وړاندې د امريكې سپينې ماڼې په يو بيان كښې وئيلي وو چې اولس مشر ټرمپ د فوجدارې د نړيوال عدالت د هغو اهلكارو په ضد د معاشي بندېزونو اختيار وركړے كوم چې د امريكې د اجازې نه غېر د امريكائي عملې د تفتيش كولو يا په دوي د مقدمې چلولو په كومه هڅه كښې شريك وي

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں