هند په افغانستان كښې د امن راتلل نه غواړي۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی

image

اسلام آباد 30 جون (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي ځينې قوتونه پاکستان كښې استحکام نشي ليدلے ، د ترهه ګرۍ په ضد ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دے، هند په افغانستان كښې امن راتلل نه غواړي۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل كله چې هم پاكستان امن پلو مخ په وړاندې ځي هم دغه قوتونه خنډان راولاړوي۔ كله چې مونږ د كشمير مسئله پورته كوو معيشت مخ په وړاندې بوځو نو دغه قوتونه عدم استحکام لپاره راوړاندې كيږي-سی پیك ته ګوتې نيسي۔ ده ووئيل الحمداللہ د ترهه ګرۍ په ضد ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره ولاړ دے۔ زمونږه وسله والو حواكونو د خپلو ځانونو قربانۍ وركولو سره ترهه ګرۍ له ماتې وركړې۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں