د وفاقی وزیر سید فخر امام سينيټ كښې د خيالاتو څركندونه

image

اسلام آباد 13 جولائی (اے پی پی) د غذائي تحفظ او تحقیق وفاقی وزیر سید فخر امام وئيلي دي هيواد كښې د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره نیشنل ایكشن پلان جوړ شوے، د قحطې ملخانو ختمولو لپاره كروندګرو له هر ممكنه آسانۍ وركولو له لوظي يو،د ملخانو له امله د كروندګرو زيان آزالې له په وړاندېزونو هم غور روان دے۔د ګل په ورځ د سينيټ غونډه كښې د سېنېټر شیری رحمن هيواد كښې د قحطې ملخانو مسئلې له امله د پاكستان معیشت ته نزدې د 600 اربه روپو زيان رسيدلو په تحریك بحث راغونډولو كښې ده ووئيل قحطې ملخان په 7 هيوادونو كښې زيات پيدا كيږي ، د يو قحطې ملخ څخه په لكهونو راپیدا كيږي۔ ده ووئيل چین، برتانیه او د جاپان پشمول نورو هيوادونو د قحطې ملخانو ختمولو لپاره پاكستان له آلات وركړي۔ده ووئيل كروندګرو له هر ممكنه آسانۍ وركولو له چمتو يو، د كروندګرو د زيان آزالې لپاره په تجویزونو غور روان دے، د قحطې ملخانو ختمولو له نیشنل ایكشن پلان وضع كړے شوے، د دې پلان ترمخه د ملخانو ختمولو لپاره سپرے كولو له الوتكې او ګاړې اخستلو سره به نور اقدامات كولے شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں