د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د غنمو او چينو شته والي او بيعې په حقله غونډه

image

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د غنمو د شته والي په اوسني صورتحال او د پنجاب د اړخه به باقاعدګۍ د غنمو په رېليز كولو د اطمينان څرګندونې سره وئېلي دي د سباؤن حاجت له په وخت انتظامات باوري كړئ ٬د غنمو به زيات مقدار شته والي سره سره مناسبه بيعه باوري كولو ته هم حكومت پام لرنه كوي دغسې چې اولس ته د بنيادي خوراك په لړ كښې ستونزې ورمخې ته نشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ هېواد د كښې د غنمو او چينو شته والي او بيعې په حقله د غونډې مشرۍ كښې وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬حماد اظهر٬سېنېټر شبلي فراز٬سيد فخر امام٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬مرزا شهزاد اكبر٬خاص مرستيال شهباز ګل٬د سټېټ بانك ګورنر٬د پنجاب د خوراك وزير عبدالعليم خان٬د اړوند محكمو سېكترانو دغسې د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې چيف سېكرټريز هم ګډون وكړو۔وزيراعظم عمران خان ته د غنمو شته والي پھ صورتحال٬د پنجاب د اړخه د ورځې په بنياد د غنمو رېليز كولو او د غنمو او وړو بيعې په صورتحال او د سباؤن حاجت پوره كولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔د نجي څانګې د اړخه تراوسه د درآمد شوو غنمو مقدار او په راروانو څو ورځو كښې هېواد ته د رارسېدونكو غنمو په صورتحال هم بريفنګ وركړے شو۔وفاقي وزير حماد اظهر د چينو موجوده بيعې او د درآمد په حقله وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د غنمو شته والي په اوسني صورتحال او د پنجاب د اړخه باقاعدګۍ سره د غنمو په رېليز د اطمينان څرګندونې سره ووئيل د سباؤن حاجت په حقله په وخت انتظامات باوري كړئ٬د غنمو به زيات مقدار شته والي سره سره مناسبه بيعه باوري كولو ته هم حكومت پام لرنه كوي دغسې چې اولس ته د بنيادي خوراك په لړ كښې ستونزې نه ورمخې ته كېږ

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں