سارك هېوادونو سره تجارتي اړيكې زياتولو ته پام لرنه كوو ۔ د تنظيم غړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي او تجارتي مرستې ودې سره به د خلقو د ژوند معيار ښه كېدو له مرسته ترلاسه شي

image

اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي سارك هېوادونو سره تجارتي اړيكې زياتولو ته پام لرنه كوو ۔ د تنظيم غړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي او تجارتي مرستې ودې سره به د خلقو د ژوند معيار ښه كېدو له مرسته ترلاسه شي۔ دا خبره ده د سارك چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټریز صدر افتخار ملک، د سارک چېمبر نائب صدر سېنېټر حاجی غلام علی او اېګزېکټو غړي زبېر احمد ملک سره خبرو كښی وكړه كومو چې د ګل په ورځ خارجه وزات كښې ده سره ملاقات كولو۔ ملاقات كښې د سارك هېوادونو ترمينځه تجارتي اړيكو ته د ودې وركولو په شمول د شريكې خوښې په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی خپلو خبرو كښې ووئيل د بده مرغه د سارك غړو هېوادونو ترمينځه د تجارت حجم ډېر زيات كم دے كوم به چې زياتول وي۔ د تنظيم غړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي او تجارتي مرستې ودې سره به د خلقو د ژوند معيار ښه كېدو له مرسته ترلاسه شي۔ افتخار ملك خارجه وزير ته باور وركړو چې هغه به د سارك چېمبر آف كامرس صدر په حېث د سارك هېوادونو ترمينځه د تجارتي او اقتصادي مرستې ودې له هڅې كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں