د مسلم ليګ (ن) په دور كښې جوړ اېل اېن جي ټرمېنلز د نړۍ په ګرانو ټرمېنلو كښې شمېرلے كېږي۔ د علي حېدر زېدي ټويټ

image

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) په دور كښې جوړ شوي اېل اېن جي ټرمېنلز د نړۍ په زياتو ګرانو ټرمېنلو كښې شمېرلې كېږي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ پېغام كښې ده ووئيل وخت راغلے چې د اېل اېن جي او د اېل اېن جي ټرمينل په حقله حقائق ترلاسه كړے شي٬ مفتاح اسماعيل وئيلي دي د ن ليګ په دور كښې جوړ كړي ټرمينل ارزان نه دي دا لومړۍ حقيقت دے ٬ آيا مفتاح اسماعيل به دا ووائي چې د پي اېل ټي اېل د ھغه وخت مشر اعظم صوفي په استعفيٰ ولې مجبور كړے شوے ؤ ؟ ۔ ده ووئيل دا حقيقت دے چې اعظم صوفي د مفتاح اسماعيل او د شاهد خاقان عباسي د غېرقانوني احکاماتو په نتيجه كښې كېدونكو زيانونو څخه بيخي سرغړونه كړې وه

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں