د اروپا پشمول ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستاني كميونټي زمونږ قيمتي اثاثه ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د اروپا پشمول ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستاني كمېونټي زمونږ قيمتي اثاثه ده٬د كورونا وبا معاشي اثراتو مخ نيوي لپاره مونږ د اړوند وزارتونو سره په ګډه ايكسپورټ او دوه اړخيزه تجارت حجم زياتولو له چمتو يؤ۔ دا خبره ده د اروپا پاك فرېنډ شپ فېډرېشن چيئرمېن چوهدري پروېز اقبال لوسر سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په اروپا كښې د مېشته پاكستاني كميونټيز مسئلو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ چوهدري پروېز اقبال لوسر خارجه وزير ته د پاك اروپا فرينډ شپ فېډرېشن هلو ځلو او اروپا كښې د مېشته پاكستانيانو د مسئلو په حقله بريفنګ وركړو۔ خارجه وزير ووئيل د اروپا پشمول په ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستاني كميونټي زمونږ قيمتي اثاثه ده۔ ده ووئيل د هغوي ښېګړی او پیښې ستونزې په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته پام لرنه كوو۔ بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو د كورونا وبا پشمول په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې۔ بهرني سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه او د حكومت د ښه پالېسو څخه خبرولو لپاره مونږ معاشي سفارتي كاري پیل كړې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل زمونږ د معاشي سفارتكارۍ له امله نن د اروپا زياتره هېوادونه پھ پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري۔ د كورونا وبا معاشي اثراتو مخ نيوي لپاره مونږ اړوندو وزارتونو سره په ګډه خپل ايكسپورټ او دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو له چمتو يؤ۔ چوهدري پروېز اقبال لوسر په ښه خارجه پالېسۍ خپلولو او د مقبوضه كشمير مسئلې پشمول ټولې خارجه چارې په ټولو نړيوال فورمونو پورته كولو خارجه وزير له مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں