نړيواله ورورلي دې د مقبوضه كشمير ډيمو ګرافي بدلولو په اړه د هند د ناوړه منصوبو سمدستي توګه نوټس واخلي۔ علي امين ګنډاپور

image

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې د مقبوضه كشمير ډيمو ګرافي بدلون په اړه د هند د ناوړه منصوبو په سمدستي توګه نوټس واخلي۔هند د يوې منظم منصوبې ترمخه مقبوضه كشمير كښې د اسرائيل په طرز پاليسو ته وده وركوي او مقبوضه كشمير كښې غير رياستي عناصر آبادوي۔ تيرو څو اوونيو كښې مقبوضه كشمير كښې ګڼو هندوانو له شهريت وركړے شوے دغسې مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ تناسب د هند په حق كښې راجوړولې شي۔د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل يو پلو مقبوضه كشمير كښې د غير رياستي عناصرو آبادولو سلسله روانه ده نو بل پلو مقبوشه كشمير كښې بې ګناه وګري په نښه كيږي۔ده ووئيل په مقبوشه كشمير كښې داسي كومه ورځ نه ده تيره شوي چې په كومه ورځ په مقبوضه كشمير كښې په وړكو تشدد نه وي شوې۔ده ووئيل د مقبوضه كشمير وګري نن د نړۍ تر ټولو لوئ زندان كښې په ژوند كولو مجبور شوي۔ ده ووئيل كشميريان د تيرو 70 كلونو راهسې د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كولو له هلې ځلې كوي او د 18 لكهه پوځ په موجودګۍ كښې د پاكستان سره د خپل تړون څرګڼدونه كوي او په دې ټول پاكستانيان هغوي ته سلام كوي

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں