هند په پاكستان كښې فرقه واریت لپاره د سوشل میډیا لار خپلوي ،شهریار آفریدی

image

كوئټه 16 اكتوبر (اے پی پی) د كشمیر كمیټۍ چیئرمین شهر یار آفریدی وئيلي دي هند په پاكستان كښې فرقه واریت زياتولو له د سوشل میډیا لار خپلوي٬ اولس دې د تحقیق نه غير خبرونو خپرولو څخه ډډه وكړي او د ځوانانو د پرمختګ عزم دې وكړي۔ده دا خبره كوئټه كښې د بلوچستان یونیورسټی آف انفارمیشن ټیكنالوجی ، انجنئرنګ اینډ منیجمنت سائنسز(بیوټمز)كښې پیغام پاكستان ترمخه د قومی همغږۍ په سرخط سیمینار ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع پارلیمانی سیكرټری دھنیش كمار، وائس چانسلر بیوټمز احمد فاروق بازئی او د ډاكټر معصوم یاسین زئی پشمول نور هم موجود و ؤ۔شهر یار آفریدی ووئېل پاكستان په مړانه د ترهه ګرۍ مقابله كړې او دې څخه زيات ئې د لوئ دښمن مقابله هم كړې اوس هند پاكستان كښې فرقه واریت له وده وركولو له د سوشل میډیا لار خپلوي ۔ ده ووئيل د هند وزیراعظم مودی په خپل تقرير كښې اعتراف كړے چې څوك ښه ډيټا لري هغه پرمختګ كولې شي ٬ هند په كوم هم ميدان كښې د پاكستان مقابله نه شي كولې۔ده ووئيل انفارمیشن ټیكنالوجی پرمختګ د نړۍ په وړاندې دے، نن انټر پول ته فیشل ریكګنیشن (د مخ شناخت) ډیټا پاكستان وركوي ٬ د هيواد ځوانان دې خپل اهمیت ترمخه مقصد مخ په وړاندې بوځي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں