اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) قحطې ملخان د هند څخه پاكستان ته راتللے شي۔دا خبره د قامي خوراك او تحقيق او تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امام د جمعې په ورځ نېشنل كوسټ كنټرول سنټر غونډې مشري كولو سره وكړه۔د اېن اېل سي سي كوآرډينټر لېفټيننټ جنرل معظم اعجاز هم په غونډه كښې موجود ؤ ۔تراوسه د 15518 مربعه كلوميټره زمكې سروے شوې٬په لسبيله كښې كنټرول آپرېشن كېږي٬لاكسټ واريئر ډلو له 500 حفاظتي سوټ وركړی شوې دغسې درې ډرونز كنټرول آپرېشن لپاره بلوچستان ته سپارلې شوي۔ دعه ووئېل اېف اے او د قحطې ملخانو پشينګوئۍ په اړه وئېلي دي ٬ د پيشنګوئۍ له مخې سوئېلي لوېديزې آسيا كښې قحطې ملخان كمېږي۔په پاكستان كښې په لسبيله كښې ځينو ځايونو كښې اوس هم شته۔د موسمياتي محكمې له مخې د لوېديزو هواګانو سلسله به د جمعې ورځ څخه د هېواد بالائي سيمو ته داخل شي۔ د لويديزو هواګانو دا سلسله به د شورو ورځ 30 ستمبر بره سيمو كښې موجود وي۔(