نړۍ ته وئيل غواړو ځان قربانوٶنكي ماشومان ٬ مئېندې او د خولې په ځائ د وينې وركٶونكو ځوانانو په سوب پاكستان د ترهګرۍ په ضد كاميابۍ ترلاسه كړې

image

پېنډۍ 03 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي د پاکستان سباون هم جمهوريت سره تړلے دے٬ دا د بدلون پېل دے٬ نړۍ ته وئيل غواړو ځان قربانوٶنكي ماشومان ٬ مئېندې او د خولې په ځائ د وينې وركٶونكو ځوانانو په سوب پاكستان د ترهګرۍ په ضد كاميابۍ ترلاسه كړې٬ پاكستان جوړېدو كښې د سندھ كردار مهم دے٬ د سندھ ځوانان زمونږ ښه ٬ خواري كښ او وفاداره ځوانان دي٬ مونږ له پاكستان ھغه ځائ ته رسول دي كوم چې ئې حق دے٬ كوم پلو چې نوې كل پاكستان بوځي پاكستان به په ھغه لوري ځي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور ټوئټ له مخې دا خبرې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د نهې په ورځ د ګرد سندھ يوته نمائندګانو سره ملاقات كښې كړې۔ په دستوره كښې د ځوانانو لخوا پاكستان او پاك پوځ زنده باد نعرې هم ووهلې ۔د پاک پوځ مشر د سمده اولس ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل سندھ د پاکستان زړه دے، د پاکستان په جوړولو كښې سنده مهم كردار لري ٬ كه مونږ خپل ځان ته په ايماندارۍ نه ورو هنو زمونږ مرستې له به څوك نه راځي۔ ده ووئېل تاسو نوې نسل د پاكستان هيله ئې ،مونږ به پاكستان هغه ځائ ته بوځو د كوم ځاې چې حق لري ۔ ده ووئېل مونږ له به سوچ كول وي كه پاکستان مخ په وړاندې بوتلل دي نو په مېرټ به عمل كول وي،د ميرټ هيڅ نعم البدل نشته ۔ ده ووئېل کامياب سړې د اوبو د رخ په بره ځې يعنې خنډان د خپلې لارې نه لرې كوي۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل ما نه خلق پوښتونه كوي ٬ امريكې ته هم لاړم٬ هلته هم پوښتنه وشوه چې څنګه مونږ په د ترهګرۍ په ضد كاميابۍ ترلاسه كړې دي٬ زه دوه خبرې كول غواړم چې يو خو زمونږ مېندې داسې دي چې په هېواد ځان قربانوٶنكې ماشومان زېږوي بله دا چې مونږ داسې ځوانان لرو چې خوله وغواړو نو وينه وركوي۔ ده ووئيل مونږ د پوځ دننه دا اصول لرو٬ ځوان ته نه وائيو چې اېډوانس وكړو بلكې ورته وائيو چې فالو مي٬ زمونږ ليډر او افسر تل تر ټولو وړاندې وي۔ ده ووئيل نړۍ كښې د ټولو نه عظيم رشته د انسانيت وي٬ يو مذهب دا اجازه نه وركوي چې ته د بل حق ووهه۔ ده ووئيل اخلاقي قوت د پوځ د قوت نه زيات زيات وي٬ مونږ كراچۍ د ترهګرو نه آزاده كړې ده۔ سرلښكر ووئيل د پاکستان سباون هم جمهوريت سره تړلے دے٬ دا د بدلون پېل دے٬ د سندھ ځوانان ډېر مضبوط دي تاسو د سمندرونو رخ بدلولې شۍ٬ خپل يوته په نېشنل كچه ھغه ځائ ته راوستل دي چرته چې زمونږ آواز واورېدې شي٬ پاکستان به نړۍ كښې خپل مقام ترلاسه كوي ځكه چې نړۍ كښې انقلاب تل هم ځوانانو راولي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں