معيارات ترلاسه كولو او كاميابۍ له به مستقل مزاجۍ او جذبې سره كار كول وي

image

اسلام آباد ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي زده كړو سره سره معياراتو ته به هم پام ګرځول وي۔ معيارات ترلاسه كولو او كاميابۍ له به مستقل مزاجۍ او جذبې سره كار كول وي۔ حکومت د بېوروكرېسي غوره معيار جاج اخستو له د ډاكټر عشرت حسېن په مشرۍ كمېټي جوړه كړې ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د معياراتو او پالېسۍ حوالې سره د مسائلو او چېنلجونو په اړه كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د ژوند په هره څانګه كښې معيار بنيادي اهميت لري۔ پوهنتونونه دې څېړنې لپاره ملكي مصنوعاتو څخه مرسته ترلاسه كړي۔ پوهنتونونه دې د ماركيټ د طلب له مخې ځوانانو ته تعليم وركړي دغسې چې هغوي په غوره ډول د ټولنې خذمت وكړې شي۔ ده ووئيل زده كړو سره سره بايد معياراتو ته هم پام وكړې شي٬ غوره معيار لپاره مور پلار خپلو بچو ته لوئې فيسونه ادا كولو سره تعليم وركوي۔ ده ووئيل د حكومت د غوره پالېسيو له امله معيشت مستحكم شوې دې او معاشي اشاريې په مثبت لورې روانې شوې دي۔ ده ووئيل تېرو ورځو كښې برطانوي شهزاده او دده كورودانې د پاكستان دوره وكړه۔ د شاهي جوړې دورې سره د پاكستان په نړيواله كچه ستائنه وشوه او د هېواد غوره تشخص په ډاګه شو۔ ده ووئيل حكومت هره څانګه كښې د معياراتو غوره جوړولو هڅې كوي۔ ده ووئيل بېوروكرېسي كښې د غوره معيار جاج اخستو له د ډاكټر عشرت حسېن په مشرۍ كښې كمټي جوړه

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں