اولني پړاؤ كښې په ګوته كړې شوو 32 املاك كښې 27 موجود دي۔ نيلامۍ لپاره به تشهيري كمپائن د جنورۍ اولنۍ اونۍ كښې پېل شي۔

image

اسلام آباد ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي لږ آمدن لرونكو بې وزله وګړو ته ارزان كورونه وركولو ته حكومت تر ټولو وړومبې پاملرنه كوي۔ ښارونو كښې د كچه ودانيو سيمو كښې د زياتو منزلونو لرونكو ودانيو جوړولو سره به د بې وسه طبقې د استوګنې مسئله حل شي۔ د ټولو وزارتونو په ملكيت كښې مېشته املاك د اولس خېر ښېګړې له كارولو په اړه قانونونه دې بدلون لپاره يو اونۍ كښې بشپړولو سره كابينې ته وړاندې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د زيارت په ورځ د وفاقي حكومت په ملكيت كښې د نه كارېدونكو قيمتي زمكو په ښه ډول د كارولو په اړه تر دې دمه د شوي پېشرفت د جاج اخستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر، د سمندري چارو وفاقي وزير سید علی حېدر زېدی، د نجكارۍ وفاقی وزیر میاں محمد سومرو، د اطلاعاتو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان، خصوصي مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاری، ندیم افضل چن، د اړوندو وزارتونو سېكترانو او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د نجكارۍ سېكتر رضوان ملك په اولني پړاؤ كښې د بېلو وزارتونو لخوا په ګوته كړې شوو د 32 قيمتي زمكو په مثبت ډول د كارولو په لړ كښې تر دې دمه د شوي پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم ته ووئيلې شؤل د بېلو وزارتونو او څانګو لخوا تر دې دمه معلوم شوې املاك وفاقی اسلام آباد ٬ كراچۍ او د لاهور په ډول ښارونو كښې دي چې د قيمت اندازه ئې په اربونو روپو لګولې شوې ۔ اولني پړاؤ كښې په ګوته كړې شوو 32 املاكو كښې 27 موجود دي او د پاتې 5 املاكو ناجائزې قبضې څخه آزادولو له عمليات روان دي كوم به چې ډېر زر ترسره شي۔ وزیراعظم ته ووئيلې شؤل ټولو پړاؤنو ترسره كېدو څخه وروستو به د املاك د نيلامۍ تږلاره جاري كړې شي دغسې چې د جنورۍ په اولنۍ اونۍ كښې د دغې املاك په اړه د هېواد دننه او بهر تشهيري كمپائن پېل كړې شي۔ وزیرِاعظم تردې دمه په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونې سره ووئيل د كلونو راهسې د نه كارېدونكو قيمتې سركاري زمكو د اولس خېر ښېګړې له كارل او دغې څخه ترلاسه كېدونكې آمد اولس ته د آسانيو په وركولو مصرف كول د حكومتي پالېسي ده۔ وزیرِاعظم امر وكړو چې كومې زمكې په ګوته كړې شوې د دغې تفصيلات دې نیا پاکستان هاوسنګ اتھارټی سره ګډ كړې شي دغسې چې مناسبه املاك د كم آمدن لرونكو وګړو لپاره د كورونو جوړولو منصوبې لپاره اوكارولې شي۔ وزيراعظم ټولو وزارتونو ته هدايت وكړو چې موجوده املاك د اولس خېر ښېګړې لپاره كارولو له دې د اړوندو څانګو په قانون كښی بدلون وكړې شي۔ وزيراعظم زياته كړه چې دا عمل دې يوه اونۍ كښې ترسره كولو سره كابينې ته وړاندې كړې شي دغسې چې ددې په حتمي توګه بشپړېدل باوري كړې شي۔ وزیراعظم دا هم امر وكړو چې د اړوندو صوبائي حكومتونو په مرسته دې نيمګړې دستاوېزات يا په ناجائزه توګه قبضه كړې املاك د هر ډول نقص نه پاكولو عمل هم زر تر زر بشپړ كړې شي۔ د نیا پاکستان هاؤسنګ اتھارټی چیئرمېن وزیرِ اعظم د كم آمدن لرونكو وګړو له د كورونو جوړولو په منصوبه تر دې دمه د شوي پېشرفت څخه هم خبر كړو

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں