اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلې دي د كركيلې او كروندګرو تحفظ ته حكومت پاملرنه كوي٬ فصلونه د هر ډول خطر نه ساتلو او په خاص توګه د ملخانو د خطر مخنيوي لپاره به وفاقي حكومت هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي او مطلوبه وسائل به وركوي۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم عمران خان دا خبرې هېواد كښې د ملخانو راتګ مخنيوي لپاره د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د نېشنل فوډ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، د خزانې په اړه سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل محمد افضل او وفاقي او صوبائي لوړ پورو ګډون كولو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د ملخانو خطر په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو٬ حكومت د ملخانو خطر مخنيوي لپاره په دې لړ كښې د نېشنل ايمرجنسي ډيکليئر كولو پرېكړه وكړه٬ وزيراعظم ته د ملخانو خاتمې لپاره په جوړ كړي نېشنل پلان تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول په مجوزه نېشنل اېكشن پلان كښې به د وفاق٬ صوبائي او په ضلعي كچه د ذمه وارؤ تعين سره سره نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي٬ صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټيز، د وفاقي او صوبائي څانګو ذمه وارۍ مقرر كړې شوې۔ د ملخانو راتګ مخنيوي لپاره په وفاقي كچه د اقداماتو په اړه د لوړې كچې كمېټي جوړه كړې شوې٬ د كمېټۍ چيئرمېن به د فوډ سكيورټي سېكتر وي۔ په غونډه كښې د ملخانو خاتمې لپاره د نېشنل اېكشن پلان منظوري هم وركړې شوه او د اېن ډي اېم اے چئيرمېن د ملخانو خاتمې په اړه فوكل پرسن په ځائ كړې شو۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته ووئيل د ملخانو له امله فصلونو ته د رسېدلي زيان له مخئ دې ټول ضروري اقدامات په بېړڼۍ توګه وكړې شي۔ ده ووئيل د كركيلې او كروندګرو تحفظ ته حكومت پاملرنه كوي٬ فصلونه د هر ډول خطر نه ساتلو په خاص توګه د ملخانو راتګ مخنيوي لپاره به وفاقي حكومت هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي او مطلوبه وسائل به و