اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سېنېټ غړو سره د پنجاب پخواني ګورنر او سناتور محمد رفيق رجوانه استوګنې ته تللي او ھغه سره ئې د ھغه د كورودانې په مړينه غمرازي كړې۔ په سناتورانو كښې سليم مانډوي والا، محمد جاوېد عباسي، سجاد حسېن طوري، مير کبير احمد محمد شاهي او محسن عزيز د سېنېټ چيئرمېن سره ملګري وو۔ په دې موقع دوي سناتور محمد رفيق رجوانه سره غمرازي كښې د ارواښادې لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وكړه