كوم پوځ چې 8 مېليونه كشمريانو ته ماتې نشي وركولې ھغوي به 207 مېليونه پاكستانيانو ته څنګه ماتې وركړي

image

پېنډۍ 30 جنوري (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل آصف غفور په لسو ورځو كښې د پاكستان ختمولو د هند دړكو بشپړ ځواب وركولو سره وئيلې دي كه جنګ رامسلط كړے شو نو بشپړ ځواب به وركوٶ٬ كوم پوځ چې 8 مېليونه كشمريانو ته ماتې نشي وركولې ھغوي به 207 مېليونه پاكستانيانو له څنګه ماتې وركړي٬ د پاكستان پوځ او اولس به تاسو له سرپرائز دركوي٬ جنګ به پېل كوې تاسو خو ختموٶ به ئې مونږ٬ د هند واكمندو او ملټري ليډرشپ بيانونه غېر ذمه واره دي۔ د زيارت په ورځ په آئي اېس پي آر كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان د دوه لسيزو نه د ترهګرۍ په ضد د بقاﺀ جنګ كوي ٬ ميډيا د پاك پوځ په كاميابۍ كښې مهم كردار لري٬ ميډيا د پاكستان د پوځ او د شهيدانو د كورنيو زړونه ګټلي٬ په دې جنګ كښې ميډيا د پوځ بشپړه ملګرتيا كړې او دوي په بشپړه توګه د پاكستان د پوځ رپورټنګ كړې او پوځ جذبه ئې قوي كړې۔ ده ووئيل تېر كال فرورۍ كښې هند جنګ پېل كړې ٶ خو د پاك پوځ بشپړ ځواب د امن لاره هواره كړې ۔ ده ووئيل منطقه كښې امن لپاره د سرلښكر اقدامات تاريخي وٶ٬ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه حکمت عملۍ سوئيلي آسيا د لويې تباهۍ نه بچ كړې٬ دريو واړو ځواكونو د قابل پوځ په توګه ځان منلې او د پاكستان قيادت د جنګ د خطر په ښه ډول مخنيوي كړې ۔ ده د پاكستان استخباراتي اېجنسو په اړه ده ووئيل مونږ پخپلو اېجنسو وياړ لرو٬ ده ووئيل آئي اېس آئي٬ آئي بي او اېم آئي په ګډه د ترهګرۍ د يو شمېر پېښو لاره نيولې٬ آئي اېس آئي د نړۍ منلې شوې اېجنسي ده۔ ده د ميديا ٬ د پاكستاني اولس او په سوشل ميډيا د ځوانانو مننه كولو سره ووئيل زمونږ د ټولو يوه عهد وفا ده٬ دا عهد وفا وطن٬ د وطن خاورې او مېنه والو سره ده او مونږ خپلو كشميريانو وروڼو خوېندو سره ولاړ يو٬ ان شآء الله مونږ به دا عهد وفا كوٶ

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں