اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سيالكوټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې دستورې ته وېنا

image

سيالكوټ 12 فروري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي سيالكوټ سوداګر دې نوې منډۍ ولټوي او نوې مصنوعات دې نړۍ ته وړاندې كړي٬د سيالكوټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كول غواړو٬په نړۍ كښې د سيالكوټ جوړ شوي مصنوعاتو د نورو هېوادونو ټيګ لګېدو سره دړدېږو۔ده د شورو په ورځ سيالكوټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې دستورې ته ووئيل د سيالكوټ د مصنوعاتو ډېر تعريفونه اوورو۔ده ووئيل كه څوك د جراحۍ آلات اخستل غواړي نو دلته راځي۔ده ووئيل د سوداګرو مسئلو حل كولو لپاره د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ته به د سيالكوټ دورې سپارښتنه كوم چې په راروانه مياشت كښې د سيالكوټ دوره وګړي۔ده ووئيل د سيالكوټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كول غواړم۔ده ووئيل په كومه سيمه كښې چې د ستاسو پشان وګړي موجود وي هغه زيات پرمختګ كولې شي۔په دې موقع د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار٬د سپېشل ايجوكېشن صوبائي وزير چوهدري محمد اخلاق او نور هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں