د وزيراعظم عمران خان د مظفرګړھ دوره

image
APP64-21 MUZAFFARGARH: February 21 - Prime Minister Imran Khan along with Chief Minister Punjab Sardar Usman Buzdar offering Dua at the inauguration of 250 Beds New Block of Tayyip Erdogan Hospital. APP

مظفر ګړھ 21 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ليه نه راستنېدو سره د مظفر ګړھ مختصره دوره كړې۔ وزيراعظم سره د پنجاب اعلٰې وزير سردار عثمان بزدار هم ملګرې ٶ۔ وزيراعظم عمران خان دد تګ سره د مظفرګړھ نه تر ډيره غازي خان د ډبل روډ پرانسته وكړه٬ د دغې اوږد والې 52.5 كلوميټره دے۔ وزيراعظم په دې موقع د رجب طيب اردوان روغتون روغتون مظفرګړھ د250 ګتونو د نوي بلاك پرانسته هم وكړه ۔ د دې نه پس وزيراعظم عمران خان د روغتون دوره وكړه او بيا راستون شو۔ په دې موقع دوهم وزير شبير علي قرېشي، او د قامي اسمبلۍ غړې باسط سلطان بخاري هم موجود وٶ۔ د دې نه علاوه د رجب طيب اردوان روغتون ټرسټ چيئرمېن خواجه عمر فاروق ، د رجب طيب اردوان روغتون ټرسټ ټرسټي خواجه اظهر احمد، فېصل سعيد شېخ، رجب طيب اردوان روغتون ټرسټ فاؤنډنګ چيئرمېن ميا محمد احسن ، د وزيراعظم د پناه ځايونو د پروګرام چيئرمېن ګوهر اعجاز او د رجب طيب اردوان روغتون ټرسټ اېډوائزري بورډ غړي هم په م دې مهال موجود وو۔۔

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں