دوحه 29 فروری (اے پي پي) پاكستان او ناروے د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د اړيكو په مستحكم كولو اتفاق كړے. دا اتفاق د خالي په ورځ په دوحه كښې د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د ناروے خارجه وزير اينې اركسن ترمېنځه د ملاقات په مهال شوے. د ملاقات په مهال دواړو خارجه وزيرانو په شريكو اړيكو كښې د مثبت پرمختګ ستائنه كړې. خارجه وزير د ناروے خارجه وزير په مقبوضه كشميړ كښې د هند يو اړخيزه اقدام نه خبر كړو. د ناروے خارجه وزير د افغانستان د سولې عمل لپاره د پاكستان د كردار ستائنه وكړه.