د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام د كركيلې قامي مكالمې ته وېنا

image

اسلام آباد 12 مارچ (اے پی پی)د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام وئېلي دي د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د كركيلې په اړه پارليماني كمېټۍ جوړه كړی شوې٬د كركيلې تحقيق به د نړيوال معيار له مخې كول وي٬كروندګر د سرې بيعه 400 روپۍ د بورې په سر په كمولو باندې خوشحاله دي۔د زيارت په ورځ د كركيلې قامي مكالمې ته وېنا كولو په مهال ده ووئيل د كركيلې تحقيق به نړيوال معيار له مخې كول وي۔ ده ووئېل پاكستان كښې آبادۍ په بيړه زياتېږي ۔ده ووئيل سږ كال كروندګرو له د فصل مناسبه مرسته وركول پكار دي۔د خوراك د تېلو پېداوار هم زياتېږي۔ده ووئيل په هېواد كښې د كركيلې په تحقيقي ادارو د لويې سرمايه كارۍ ضرورت دے۔ په تېرو 25 كلونو كښې كركيلې ته مناسب پام نه دې شوې۔ ده ووئېل مونږ له د كركيلې څانګې ته د خاص پام لرنې ضرورت دے۔موجوده حكومت كروندګرو له د رېليف وركولو لپاره ګامونه پورته كوي

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں