حكومت د كورونا وائرس كنټرول لپاره ټول حفاظتي اقدامات كوي۔پارليماني سېكتر صاحل محمد خان

image

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي)د اوبو وسائلو پارليماني سېكتر صالح محمد خان وئېلي دي حكومت د كورونا وائرس كنټرول لپاره ټول حفاظتي اقدامات كوي۔د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل دا وائرس په بېلو هېوادونو كښې خپور شوې۔ده ووئيل دا زمونږ نعره ده چې د كورونا وائرس څخه يرېږو نه بلكې د دې به مخ نيوي كوو۔ده ووئيل د روغتيا وزارت د دې رنځ څخه خبر دے او پايه تخت بېلو روغتونونو كښې په دې اړه وارډز جوړ كړې شوي۔ده ووئيل حكومت د كورونا وائرس رنځ پته لګولو لپاره د هېواد په ټولو هوائي اډو د سكريننګ موثر نظام لګولې ۔ده ووئيل د چين او ايران څخه بېرته راتلونكو كسانو له تر 15 ورځو خپل چېك اپ كول پكار دي او د كورونا وائرس علامت ظاهرېدو سره په سمدستي توګه ډاكټر سره رابطه كول پكار ده

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں