د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود خبرې كنفرنس

image
APP01-18 ISLAMABAD: March 18 – Federal Minister for Federal Education and Professional Training, National History and Literary Heritage Shafqat Mahmood addressing a press conference at PID Media Center. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې پاكستان كښې د كېمبرج نظام پشمول د بورډز ټول امتحانونه ځنډولې شوي٬ د وضعې ښې كېدو نه پس به امتحانونه د جون وړومبۍ نيټې نه پس كېږي٬ د کرونا وائرس جاج اخلو٬ زده كوٶنكو تحفظ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي٬ وزيراعظم عمران خان د ټولو پرېكړو او صورتحال نه خبر كړې شوې دې٬ مارچ په 27مه نيټه د بېن الصوبائي وزيرانو كنفرنس كېدونكې دې چې پكښې به په پنځم اپرېل د سكولونو پرانستلو پرېكره كولې شي٬ فيډرل بورډ كښې په يو مركز كښې د پېپرو ماركنګ كوٶنكو شمېره د 40 نه زياته پكار نه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شور وپه ورځ پي آئي ډي كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل ټول تعليمي ادارې به تر پنځم اپرېل بندې وي او په دې عملدرآمد باوري كوٶ٬ راتلونكې لائحې لپاره د تعليم صوبائي وزيرانو سره په تماس كښې يو٬ د مارچ په 27مه نيټه به د راتلونكې لائحې پرېكړه كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د كېمبرج نظام پشمول د بورډز ټول امتحانونه ځنډولې شوي٬ د وضعې ښې كېدو نه پس به امتحانونه د جون وړومبۍ نيټې نه پس كېږي٬ د كېمبرج د امتحانونو پرېكړه كمېبرج له كول دي ځكه چې په نورو ځايونو كښې به هم امتحانونه نه كېږي۔ده ووئېل په تېره انټر پراونشل غونډه كښې د پوهنتونونو د داخلو شېډول يوې مياشتې لپاره د ځنډولو پرېكړه شوې٬ دا اقدام دې لپاره پورته كړې شوې چې ماشومان د دې له مخې خپله تياري وكړي٬ د پوهنتونونو د هاسټل خالي كولو هم امر شوې خو يوازې خارجي زده كوٶنكي په هاسټل كښې پاتې كېدې شي۔ دهة ووئېل د فېكلټۍ سكولونو او پوهنتونونو ته راتګ ضرورې نه دے خو كه انتظاميه ئې وغواړي نو بيا راتللې شي٬ مونږ هڅه كوٶ چې د كورونو نه د درس وركولو داسې طريقه كار وضع كړو چې زده كوٶنكي آن لائن لېكچر ترلاسه كړې شي ٬ په دې لړ كښې پي ټي وي سره خبرې روانې دي۔ ده ووئيل د كرونا وائرس له امله ګرده نړۍ دې چېلنج سره مخ ده٬ په انساني تاريخ كښې دومره لوي چېلنج سره نړۍ نه ده مخ شوې۔ ده ووئيل د تعليم څانګه مونږ ټولو لپاره ضروري ده٬ وزيراعظم هم دا اندېښنه لري چې مونږ به د خپلو ماشومانو حفاظت څنګه كوٶ ځكه چې دا رنځ يو بل سره د ملاقاتونو د لارې خپرېږي٬ د اجتماع نه ډډه كول ضروري ده۔ ده ووئيل اېچ اي سي د ټېكنالوجي سپورټ كمېټۍ٬ د کانټينټ کمېټۍ پسمول بېلا بېلې كمېټې جورې كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ماركنګ په يو ځائ كېږي فيډرل بورډ كښې په يو مركز كښې د پېپرو ماركنګ كوٶنكو شمېره د 40 نه زياته پكار نه ده خو كه زيات خلق وي نو به كوچني پېنلز جوړولو سره دا فريضه ترسره كول پكار ده

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں