اېبټ آباد۔ 21 مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا د سائنس او انفارمېشن ټېكنالوجي صوبائي صلاكار ضیاء اﷲ خان بنګش د اېبټ آباد جهنګي سيمه كښې نوې آئي ټي پارك جوړولو له د مجوزه سائټ دوره وكړه۔ اېبټ آباد آئی ټی پارک جوړولو له نورو اړوندو چارواكو سره صلاكار ضياﺀ الله بنګش جھنګي كښې د موجوده مجوزه سائټ جاج واخست او د خېبر پختونخوا آئي ټي بورډ چارواكو څخه ئې بشپړه بريفنګ واخست۔ په دې مهال ضياﺀ الله بنګش ووئيل اېبټ آباد كښې به ډېر زر نوې سټېټ آف دي آرټ انفارمېشن ټېكنالوجي پارك جوړ كړو۔ د خېبر پختونخوا خوراك څانګې اېبټ آباد كښې آئي ټي پارك جوړولو له زمكه راكړې ده۔ ده ووئيل زلمو ته به آئي ټي پارك كښې نوې آسانۍ او د روزګار موقعې وركړې شي