د تېرو 24 ساعتونو په مهال هېواد كښې د كورونا نوې 185 كېسونه راپور شوي۔ مجموعي شمېره 646 ته ورسېده۔ د روغتيا قومي اداره

image

اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتونو په مهال پاكستان كښې د كورونا وائرس كېسونو كښې زياتوالې شوې دې۔ د روغتيا قومي ادارې لخوا د جاري كړې شوي راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال هېواد كښې د كورونا 185 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي او هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 646 ته رسېدلې ده۔ 638 رنځوران د هېواد په بېلو روغتونونو كښې درملنو له بستر دي۔ د راپور له مخې 5 كسان د كورونا وائرس رنځ څخه صحت ياب كېدو سره خپلو كورونو ته تلي دي۔ د تفصيلاتو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال سندھ كښې د كورونا وائرس 22 نوې كېسونو راپور كېدو سره د رنځورانو شمېره 292 او بلوچستان كښې 104 ته رسېدلې ده۔ پنجاب كښې كورونا وائرس څخه 152 ځپلې كسان درملنو له بستر دي۔ دغسې خېبر پختونخواہ كښې د کرونا وائرس 29 ، ګلګت بلتستان كښې د 55 او اسلام آباد كښې د کورونا وائرس د 9 رنځورانو درملنې روانې دي۔ د راپور له مخې په تېرو 24 ساعتونو كښې د هېواد په داخلي لارو د 14 زره 439 وګړو سكريننګ وكړې شو او په داخلي لارو د سكريننګ په مهال د كورونا 202 كېسونه راپور شوي دي

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں