د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ميډيا ته بریفنګ

image

اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وفاقی کابینه په اعتماد كښې د اخستو سره د خپل عزم پخلې كړې چې د پاکستان د روانې پيړۍ په تر ټولو لوئ چیلنج قابو موندلو له لوظي او هر وخت چمتو يو، زمونږ ډله هر وخت صورتحال مانیټر کوي، چین زمونږ پخوانې ملګرې دے كوم چې پاکستان له په ترجیحی بنیادونو ضروری څيزونه وركوي، د کرونا وائرس په نړيواله، سيمه ايزه او د هيواد په كچه د صورتحال تفصیلی جاج اخستلو سره په وخت اقدامات كوو، اولس لپاره معاشی ریلیف پیکج هم په دې لړ كښې وركړې شوې٬ د ځوانانو رضا کار فورس جوړولو سره به د پاکستان ځوانان د دړديدلې انسانیت لپاره وړومبۍ ډله وي، وفاقی کابینې د غیر ملکی تجارتی قرض او په ګټه د ټیکس استثنيٰ، اېس اېم ای بورډ تنظیم نو، د قامی تاریخ او ادبی ورثې وزارت نامه قامی ورثه او كلتور ډويژن اېښودلو، ننکانه صاحب كښې د متروکه وقف املاك بورډ يو ايكړ زمكې لیز 4500 روپۍ مقررولو پشمول د مهمو پالیسی چارو منظوری وركړې ده ۔ وفاقی کابینې ته ووئيل شول جولائی نه تر فروری په مهال د شميرې له مخې د مجموعی قرض وركولو شرح 14 فیصده ریکارډ كړې شوي، تيره مياشت په مجموعی توګه د ګرانۍ شرح 11.7 فیصده کمه ، جولائی نه تر فروری مجموعی بهرنۍ سرمایه کاری 3988 ملیونه ډالره ریکارډ كړې شوي، وزیراعظم عمران خان سمندر پورې پاكستانيانو او ځوانانو سره په ګډه د كرونا وائرس په چیلنج قابو موندلو په حاجت زور راوړو۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډه وشوه۔ د کابینې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د کابینې غونډې په پيل وزیراعظم عمران خان په خپلو خبرو كښې ووئيل کرونا وائرس وباء ټول قام لپاره د خفګان وړ ده ، مونږ د هر اړخه جاج اخلو او د اولس په ګټه به پريكړې كولې شي۔ وفاقی حکومت هڅې كوي چې د صوبو سره په ګډه كار وكړي، لاك ډاؤن ښه څيز دے خو وفاقی حکومت25 فیصده غریبې طبقې ته پام لرنه كوي۔ده ووئېل دې لپاره د حکومت دا فرض دے چې د دغه غريبانانو په هر لحاظ سره خيال اوسالې شي، د څيزونو ترسیل په هيڅ صورت كښې منقطع نه كړې شي۔ خاص مرستيالې ووئيل په غونډه كښې وزیراعظم په دې خبره زور راوړې چې تندۍ كښې پريكړې د زيان وړ وي، هر يو هيواد كښې د كرونا وائرس له امله پیدا شوې صورتحال مختلف دے،هر يو هيواد په خپل حساب سره ښې پريكړې كوي او مونږ د ژوند بدل شوي صورتحال تر مخه د اولس په ګټه د ښو پريكړو كولو هڅې كوو۔ دې ووئېل ډاكټران او نرسسز په سخت حالات كښې په ښه ډول خپل فرائض ترسره كوي، دې ووئېل هغوي لپاره حفاظتی جامې باوري كولې شي، چین زمونږ پخوانې ملګرې دے كوم چې پاکستان له په ترجیحی بنیادونو ضروری څيزونه وركوي۔ وزیر اعظم ووئيل د رضا کارانه فورس انتظام کوو كوم به چې وګړو له كور ته د مرستې سامان رسوي، دې سره سره به يو خاص فنډ جوړولې شي چې پكښې به شتمند د زړه نه عطیات وركوي۔ دې ووئيل کابینه كښې خارجه وزير شاہ محمود قریشی د کابینې غونډې ته ووئيل وزیراعظم د ایران په ضد د بنديزونو پورته كولو كوم كمپائن چې پيل كړې ؤ د هغې د ايران وګړو هركلې كړې۔ دې ووئيل وزیر اعظم دويم ریلیف پلان هم د جی 20، سارك او جی 77 فورم كښې د پورته كولو هڅه كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقی کابینه د کرونا وائرس په اړه په اوسني صورتحال او د دې وائرس مخنيوي په اړه د حکومتی اقداماتو پنه په تفصیل خبر كړې شوه۔ وزیراعظم د کابینې غړو ته د ورځې په بنياد د کرونا په اړه د شوو اقداماتو او بدل شوي صورتحال څخه د خبرولو سپارښتنه وكړه۔ د كابينې سيكتر د توان وزارت په اړه د ايجنډې بيرته اخستو استدعا وكړه كومه چې منظور کړې شوه۔کابینې د خاص کميټۍ د 12 مارچ د پريكړو توثیق ځنډولو استدعا منظورولو سره سپارښتنه وكړه چې منټ او رولز دې په راروانه غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل کابینې ته د غیر ملکی تجارتی قرض او په ګټه وركولو د ټيكس استثنيٰ په اړھ بريفنګ وركړې شو د كومې چې كابینې په متفقه توګه منظوری وركړه۔ کابینې د اېس اېم ای بینك بورډ تنظیم نو اجازه هم وركړه۔ کابینې د انفارمیشن ټیکنالوجی وزارت د سيورې لاندې نیشنل ټیکنالوجی فنډ كښې چیف ایګزیکټو له د درېو مياشتو اضافی چارج وركولو منظوری هم وركړه۔ دغسې کابینې نیشنل وهیکل الیکټرك پالیسی تفصیل سره د بحث نه پس پريكړه وكړه چې په دې د بيلو وزارتونو سره مشاورت ته اړتيا ده۔دې ووئېل وفاقی کابینې د قامی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن وزارت نامه قامی ورثه او كلتور وزارت د اېښودلو منظوری هم وركړې ۔ وفاقی کابینې د ننکانه صاحب ضلع كښې د متروکه وقف املاك بورډ يو ايكړ زمكې لیز 4500 روپۍ مقررولو پشمول د مهمو پالیسی چارو منظوری وركړې ده ۔۔ کابینې ته په معاشی اعشارو تفصیلی بریفنګ وركولو سره ووئيل شول چې تيره مياشت تر (فروری) شميرې له مخې مالی كال كښې کرنټ اکاؤنټ خساره 71 فېصده ښه والې، ټريډ بلنس زمره كښې 34 فیصده ښه والې، ترسیلات زر كښې 5.4 فیصده ښه والې ریکارډ شوې۔ کابینې ته ووئيل شول تر تيرې مياشت په مجموعی توګه د ګرانۍ شرح 11.7 فیصده کمه شوې ۔كابینې ته ووئيل شول پبلك سیکټر ډویلپمنټ پروګرامز ( پی اېس ډی پی )په لړ كښې 237 اربه روپۍ به خرڅ كولې شي،دغسې صوبائی كلن پرمختيائي فنډ څخه به 219 اربه روپۍ خرڅ كولې شي

مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں