اسلام آباد ۔ 29مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي پاکستان د کورونا وائرس مخنيوي له د چين د مرستې مننه كوي۔ چين څخه بېرته راتلونكو پاكستانيانو كښې يو هم كورونا ځپلې نه وو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده چين څخه راغلې طبي عملې ته بريفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل په روانه وضعه كښې د چينائي طبيبانو پاكستان ته راتلل د ډاډ وړ عمل دې۔ د چين طبي عملې ته پاكستان كښې هركلې وايو۔ خاص مرستيال ووئيل چين په وخت په دې وباﺀ قابو موندلې دې۔ ده ووئيل چين كښې د پاكستاني طالبعلمانو حفاظت له مو ټول ضروري ګامونه پورته كړي دي۔ ده ووئيل د غوره تګلارې د لارې پاكستان كښې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوې شوې دې۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاكستان په مرسته كولو مونږ د چين مننه كوؤ۔ ده ووئيل ووهان څخه د پاكستاني طالبعلمانو د راوستلو پرېكړه ډېره ګرانه وه ولې چين د پاكستاني زده كوؤنكو حفاظت او دوئي ته طبي آسانۍ وركولو كښې مرسته وكړه په دې مونږ د چين حكومت مننه كوؤ۔ ډاكټر ظفر مرزا ووئيل چين سره به ټولو څانګو كښې مرستې ته وده وركوؤ