كرونا ریلیف فنډ مانیټرنګ لپاره دې په سمدستي توګه پارلماني كميټي جوړه كړې شي، د مخالفې ډلې مشر شهبازشریف

image

اسلام آباد 31 مارچ (اے پی پی) د پاكستان مسلم لیګ (ن) صدر او د مخالفې ډلې مشر شهبازشریف د قامی سلامتیا كمیټۍ غونډې رابللو غوښتنه كولو سره وئيلي دي د كرونا ریلیف فنډ مانیټرنګ لپاره دې په سمدستي توګه كمیټی جوړه كړې شي۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د قامی سلامتیا كمیټۍ غونډه رابللو سره دې واضح كړې شي چې لاك ډاون به كيږي يا نه ٬حكومتی تګلاره دې واضحه كړې شي، كرونا ریلیف فنډ ترسیل لپاره دې په سمدستي توګه پارلیمانی مانیټرنګ كمیټی جوړه كرې شي۔ده په دې خبره هم زور راوړو چې د كرونا په اړه د روغتيا پارلمانی كمیټۍ ویډیو لنك غونډه دې هم په سمدستي توګه راوبللې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں