اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي)د غريبۍ كمي او سماجي تحفظ لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر وئيلي دي حکومت احساس اېمرجنسي کېش پروګرام د ھغه حاجت مندو مالي معاونت لپاره مرتب كړې د كومو معاشي حالات چې د كرونا وائرس له مخې ځپلې شوي، ځپليو كښې به ھغه ديهاړي مار او خواري كښ سرفهرست وي كوم چې په كورنو كښې محصور دي او خپلې كورنۍ له د يو وخت خوراك نشي وركولې۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د نوكرو بندېدو له امله زيات خلق د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوي او د دې صورتحال له مخې احساس اېمرجنسي كېش پروګرام پېل كړې شوې چې مستحقو كسانو ته د ډيجيټل نظام د لارې په آسانۍ سره روپۍ منتقل كړې شي۔ دې ووئيل دې پروګرام لپاره 144 اربه روپۍ بېل كرې شوي چې له مخې به ئې يو كروړ 20 لکه كورنيو ته دولس زره روپۍ د كورنۍ په سر وركولې شي، دې لپاره احساس اېس اېم اېس كمپائن پېل كړې شوې ، مستحق كسان به د اېس اېم اېس كمپائن د لارې رامخې ته كولې شي، د جامع او موَثره رابطه كمپائن د لارې به وګړي خبرولې شي چې ھغوي په 8171 اېس اېم اېس لېږلو سره په دې پروګرام كښې شاملېدو لپاره د خپل اهليت جانچ پړتال وكړي ۔دې ووئېل اهل كسانو ته به د اېس اېم اېس د لارې روپۍ په اطلاع وركولې شي۔ د مستحقو كسانو معيار ټاكلې شوې او په وړومبۍ درجه كښې به د كفالت پروګرام له مخې 45 لکه موجوده مصرف كوٶنكو ته دوه زره روپو سره سره زر روپۍ اضافې وركولې شي دغسې دوي ته به د څلورو مياشتو روپۍ په يو ځائ وركولې شي۔ په دوېمه درجه كښې به 75 لکه نورو مستحقينو ته دولس زره په يو ځائ وركولې شي۔ دې ووئېل په دې درجه كښې هم دوه ډول خلق شامل دي الف ھغه مستحقين د كومو پېژندګلې چې به د قامي سماجي معاشي سروے په بنياد كولې شي (ب) ھغه كسان كوم چې په سروے كښې شامل نه دي ھغه كسان كوم چې د دې سروے له مخې اهل نه دي د دوي كوائف به تصديق لپاره اړوندو ضلعو ته لېږلې شي او د دې نه پس به دوي هم په دې پروګرام كښې شاملولې شي او دوي ته به هم په يو ځائ دولس زره روپۍ وركولې شي۔