د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا سپریم كورټ كښې د بریفنګ په موقع میډیا سره خبرې

image

اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي وفاقی حكومت هيواد كښې د كرونا وائرس وباﺀ مخنيوي لپاره هرممكنه هڅې كوي، د كرونا كیسونو په اړه چې كومه اندازه لګولې شوي وه ، هغه حساب سره كيسونه كم راپور شوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سپریم كورټ په خوا كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل حكومت د كرونا وائرس مخنيوي لپاره هر ممكنه هڅې كوي۔ ده ووئيل د كرونا كیسونو په اړه چې كومه اندازه لګولې شوي وه، هيواد كښې هغې څخه كم كیسونه راپور شوي۔ ده ووئېل كرونا وائرس وبا څخه مرګونه هم د اندازې څخه كم شوي۔په دې موقع د عدالت په خوا كښې د خاص مرستيال ظفر مرزا ټیمپریچر چیك كړې شو كوم چې 97 درجې فارن هائیټ ؤ۔ خاص مرستيال عدالت عظمی كښې د كرونا وائرس څخه تحفظ لپاره د وفاقی حكومت د اړخه پورته كړو اقداماتو باندې بریفنګ وركولو له وړاندې شوې ؤ۔ ياد دې وي سپریم كورټ د كرونا وائرس مخنيوي لپاره په حكومتی اقداماتو بریفنګ غوښتې ؤ

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں