اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) وزيرِ اعظم عمران خان د قامي او صوبائي اسمبليو غړو ته سپارښتنه كړې چې ھغوي په دې سخت وخت كښې نه يوازې اولس ته اسانيو وركولو له كردار ولوبوي بلكې دوي ته د حفاظتي تدبيرونو خپلو ترغيب هم وركړي دغسې چې يو خوا هرې طبقې له ريليف وركول باوري شي او بلخوا د كرونا وائرس خپرېدو مخ نېوې اوشي۔ وزيرِ اعظم عمران خان ووئيل زمكيز حقائق په خاص توګه د هېواد معاشي حالاتو او د عام اولس مسائلو تر مخه حكومت دا پرېكړې كړې چې په راتلونكو ورځو كښې به لاك ډاٶن كښې پرله پسې نرمې كولې شي خو هرې څانګې لپاره په حفاظتي اقداماتو آډانه اېس او پيز جوړ كړې شوي او ھغې لپاره دې اولسي نمائندګان فعاله كردار ولوبوي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د كرونا وائرس صورتحاله مخې اولس ته هر ډول ممكنه ريليف وركولو لپاره هڅې كوي۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر د کرونا وائرس په صورتحال او د مخنيوي په اړه غونډې ته بريفنګ وركړو